د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نه  مننه وکړه.

د روسیې او امریکا ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

1331506
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نه  مننه وکړه.

 

د کرملین ماڼۍ  د رسنیو دفتر  د روسیې او امریکا د ولسمشرانو د ټيلیفوني خبرو نه خبر ورکړی دی.

د کرملین ماڼۍ د رسنیو دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې  " ولسمشر ولادیمیر پوتین په روسیه کې  د یو ترهګریز برید په مخنیوي کې  د امریکا  د استخباراتو  د ادارې د همکارۍ  له امله  د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نه مننه وکړه."

سربیره  پر دې  دواړو مشرانو  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې  د لا قوي همکاریو ترسره کولو ژمنه  وکړه.

د روسیې او امریکا  د ولسمشرانو د ټیلیفوني خبرو نه سمدلاسه وروسته  د روسیې  د امنیت فدرال سرویس  د دوو تنو  روسانو نه چې د نوي کال  د لمانځونو پر مهال  يي  په سانت پیترزبرګ  په ښار کې د خلکو د ګڼې ګوڼې په منځ کې  د ترهګریزو بریدونو  هوډ  درلود د نیولو نه خبر ورکړ.

یادې شوې ادارې ویلي دي چې یاد شوي برید کوونکي  د امریکا  د ځانګړو استخباراتو  د ادارې  د راپور  او معلوماتو له مخې  نیولي دي.



اړوند خبرونه