د ټرمپ نه د امریکا د خلکو ملاتړ ۶ سلنه لوړ شوی دی

په امریکا متحده ایالتونو کې  د ولسمشر ډونلډ ټرمپ  نه د خلکو ملاتړ  د کانګرس لخوا د هغه پر خلاف  تحقیقاتو د پیلولو نه راپدیخوا  ۶ سلنه  لوړ شوی دی.

1326035
د ټرمپ نه د امریکا د خلکو ملاتړ ۶ سلنه لوړ شوی دی

 

د ګالوپ  د نظر سنجۍ  نړۍوال  شرکت  لخوا د ترسره شوي وروستي نظر سنجۍ  له مخې  د ټرمپ نه  د خلکو ملاتړ  د کانګرس لخوا د هغه  په اړه د تحقیقاتو د پیلیدو نه راپدیخوا  د پام وړ لوړ شوی دی.

د جمهوریت پلوو ترمنځه  د ټرمپ نه د ملاتړ کچه  ۸۹ سلنې ته  رسیدلې ده .

پدې نظر سنجۍ کې ویل شوي دي چې د امریکا د خلکو ترمنځه  ټرمپ  د دندې نه د ګوښه کولو  د مسئلې په اړه  اختلاف د نظر  شتون لري. په نظرسنجي د ګډون کوونکو  ۵۱ سلنه  د ټرمپ د دندې نه د ګوښه کولو سره  مخالفت ښودلی  او ۴۶ سلنې نورو بیا  د دندې نه د ټرمپ د ګوښه کولو د مسئلې نه ملاتړ کړی دی.

یاد شوي شرکت ویلي دي چې  د ټرمپ پر خلاف  د تحقیقاتو د پيلیدو نه راپدیخوا  د خلکو په منځ کې د ټرمپ  ملاتړ او محبوبیت  ۶ سلنه  لوړ شوی دی.

د ویلو ده چې د امریکا  ولسمشر ډونلډ ټرمپ  د روان کال  د جولای په میاشت کې  د اوکراین  ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي  سره په ټیلیفوني خبرو کې  د  هغه نه  د هغه د ستر رقیب  جو بایدن  د کورنۍ پر خلاف په اوکراین کې د تحقیقاتو د پیلولو غوښتنه کړې وه. ټرمپ د اوکراین ولسمشر ته ویلي وو که چیرې  دا کار ونکړي  مالي مرستې به پرې  قطع کړي.

د ټرمپ  دا ټیلیفوني خبرې  د سپټمبر په میاشت کې  د خبري رسنیو لاس ته ورغلې.

ددې په مقابل کې  ډیموکراټانو  په کانګرس کې د ولسمشر ټرمپ  پر خلاف  د دندې نه د لرې کولو په خاطر تحقیقات پیل کړل.



اړوند خبرونه