شمالي کوریا ولسمشر د سویلي کوریا د ولسمشر بلنه رد کړه
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د سویلي کوریا د ولسمشر د مون جای ان په کوربه توب راتلوونکي اونۍ کې جوړیدونکي د سویل ختیځې اسیا په سرمشریزه کې د ګډون بلنک لیک رد کړ.
د یونهاپ خبري اژانس د خبر له مخې د سویلي کوریا ولسمشر د سویلي ختیځې اسیا د هیوادونو د مشرانو پدې سرمشریزه کې د ګډون په خاطر د شمالي کوریا ولسمشر ته خاص لیک په استولو سره په ځانګړې توګه بلنه ورکړه. د شمالی کوریا ولسمشر بیا د سویلي کوریا د لیک په ځواب کې ویلي دي چې پدې سرمشریزه کې د ګډون په خاطر هیڅډول کوم سبب شتون نلري. هغه په غونډه کې ګډون رد کړی دی.
د شمالي کوریا ولسمشر د سویلي کوریا د ولسمشر د لیک په ځواب کې ویلي دي چې
" ستاسې د اعتماد او صمیمیت نه مننه خو د پدې غونډه کې د ګډون په خاطر هیڅډول کوم سبب شتون نلري. ددې په هیله چې زمونږ ددې پریکړې نه ناراضه نشۍ"
شمالي کوریا سویلي کوریا د دواړو کوریاګانو ترمنځه د موجودې ستونزې د حل په خاطر د بهر نه د امر اخیستو او د دواړو هیوادونو ترمنځه د سولې په خاطر د لاسلیک شوو تړونو د حکمونو د نه پر ځای کولو باندې تورنوي.