په جموکشمیر کې د ډیرې زیاتې واورې د وریدو له امله ۹ تنو ژوند دلاسه ورکړی

په جمو کشمیر کې په بعضو سیمو کې تر یو متر ډیره واوره وریدلې

1302858
په جموکشمیر کې د ډیرې زیاتې واورې د وریدو له امله ۹ تنو ژوند دلاسه ورکړی

د هندوستان په جمو کشمیر کې  کې  د ډیرې زیاتې واورې  د وریدو له امله  د ۴ تنو هندي سرتیرو په ګډون ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د کشمیر د ځايي  رسنیو ویلي دي چې  د  ډیرې زیاتې واورې د وریدو له امله  ۴ تنو هندي سرتیرو او ۵ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي  دوو تنو هندي  سرتیرو  د کپواړا  په سیمه کې  د واورین  توپان  په نتیجه کې د واورو لاندې شوي او ژوند يي د لاسه ورکړی دی. همداشان دوو تنو نورو  په یوې ټرافیکی پيښه کې ژوند د لاسه  ورکړی دی.

د سیمې د هوا پیژندنې ادارې ویلي دي چې په سري نګر  کې  د  ۳۵ سانتي متره واوره وریدلې  خو په کپواړا، شوپیان، ګندبال  او باره مولا په سیمو کې  د واورې  پلنوالی   د سلو نه تر ۱۳۰ سانتي مترو پورې رسیږي.

په سیمه کې  د ډیرو زیاتو واورو د وریدو او هوا حالاتو د خرابوالي له امله  ټول ښوونځي او تعلیمي ادارات  رخصت شوي دي. همداشان  د ښار سره  د ډیرو سیمو مواصلاتي لارې  هم  تړل شوي دي.

مقوضه وادي  ته  تللې ټولې لارې، د سري نګر جمو  لویه لار، سري نګر پونچه  لویه لاره او سري نګر کارګل  لویه لاره د ټرافیک پر مخ تړل شوي دي.



اړوند خبرونه