په بورکینافاسو کې د یو معدن د کارکوونکو د موټرو په کتار خونړی برید وشو
د بورکینافاسو په ختیځ کې د معدن د یو شرکت د موټرو په کتار خونړی برید شوی چې په نتیجه کې ۳۷ تنه ملکي وګړي او عسکر وژل شوي دي.
د بورکینافاسو د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې د هیواد په ختیځ کې د سروزور د معدن د کاناډايي شرکت د کارګرانو د موټرو پر کتار خونړی برید وشو.
لومړی د کارګرانو د موټرو د کتار په لومړي موټر بمي چاودنه وشوه او وروسته برید کوونکو په نورو موټرو ډزې پیل کړې.
پدې برید کې ۳۷ تنو ملکي وګړو او عسکرو ژوند د لاسه ورکړی او لږ تر لږه ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت د انديښنې وړ دی چې د لا ښې تداوۍ په موخه د پلازمینې روغتونونو ته استول شوي دي.
ویل کیږي پدې پیښه کې بعضې کسان لا درکه شوي دي.
د نوموړي هیواد مقاماتو ویلي دي چې امنیتي ځواکونه د برید سیمې ته رسیدلي دي او د برید کوونکو او لا درکه شوو کسانو په اړه يي د پلټنې عملیات پیل کړي دي.
د بورکینافاسو چارواکیو ددې برید نه د وحشي او باربار برید په توګه یادونه کړې او دا برید يي په کلکو ټکو غندلی دی.
د ویلو ده چې په بورکینا فاسو کې په تیرو ۴ کلونو کې په دیته ورته ترهګریزو بریدونو کې څه باندې ۶۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په نوموړي هیواد کې د امنیتي ستونزو د ترهګریزو بریدونو له امله د هیواد په شمالي ، ساحلي سیمو او لویدیځو برخو کې د ۲۰۱۹ کال د جنوري د لومړۍ نیټه نه راپدیخوا بیړنۍ حالت اعلان شوی وو. دا بیړنی حالت په ۷ سیمو کې اوس هم دوام لري.