په امریکا کې ۶۷ سلنه خلک پدې اند دي چې امریکا د کورنۍ جګړې د ګواښ سره مخامخ دی

په امریکا په ترسره شوې  نظر سنجۍ کې  دوه  دریمه  برخه  وګړو  هیواد د کورنۍ جګړو پر لورې راکاږل کیږي  ځواب ورکړی دی.

1294619
په امریکا کې ۶۷ سلنه خلک پدې اند دي چې امریکا د کورنۍ جګړې د ګواښ سره مخامخ دی

 

د امریکا د جورج ټاون  د سیاست او عامه خدماتو انیستیتیوت  د اکتوبر د ۶ او لسو نیټو ترمنځه  د زرو تنو رای ورکوونکو سره  د هیواد د راتلوونکي  په اړه  مخامخ  خبرې کړي او  د هغوې  نظر يي پوښتلی دی.

پدې نظر پوښتنه کې  د ګډون کوونکو نه  په امریکا کې د کورنۍ جګړې د احتمال په اړه هم  پوښتنه شوې ده .  ۶۷ سلنه ګډون کوونکو ددې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې امریکا  د کورنۍ جګړې په درشل کې قرار لري او دا احتمال مخ په لوړیدو ده.

پدې نظر پوښتنه کې  قاطع اکثریت ویلي دي چې  په هیواد کې  سیاسي، قومي او صنفي  توپیر  او تبعیض  په ډیرې چتکۍ سره  مخ په ډیریدو  دی.

۹۰ سلنه  ګډون کوونکو  د امریکا د سیاستوالو نه د خشنو  او ناخوښو په توګه یادونه کړې ده . دوی  همدا  مسئلې  په هیواد کې د سیاسي  بیلتون  اصلي لامل  بولي.

ګډون کوونکو نه  د  جمهوریت پلوه ګوند  پلویانو  د دیموکراټ  ګوند سیاستوال د ټولنیزې مډیا، ملي ورځپاڼو، سي ان ان  او ام اس ان بي سي  په څیر  د تلویزیوني کانالونو  سره د سیاسي  توپیر  اصلي لامل  بللي دي . همداشان  د ډیموکراټ ګوند پلویانو بیا  ددې سیاسي  تبعیض  او توپیرونو  اصلي لامل  ولسمشر ډونلډ ټرمپ ، جمهوري پلوه سیاستوال  او د فوکس نیوز تلویزیون  بللی دی.

نوموړو ویلي دي چې  دوې  د خلکو ترمنځه  نفاق  رامنځته کړی دی.



اړوند خبرونه