په اسراییلو کې نوي حکومت جوړولو دنده د نتنیاهو رقیب ته ورکړل شوه

د اسراییلو ولسمشر ریووین ریولن  د نوي حکومت د جوړولو  دنده  د شین او سپین اتفاق  مشر  بني ګانتز  ته  ورسپارله.

1293944
په اسراییلو کې  نوي حکومت جوړولو دنده  د نتنیاهو رقیب ته ورکړل شوه

د ویلو ده چې  د اسراییلو ولسمشر دا  دنده  لومړی  موجود لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته  سپارلې وه خو هغه  د نوموړي هیواد د اساسي قانون له مخې په ټاکل شوې  موده کې  د یو ائتلافي حکومت په جوړولو کې پاتې راغی.

د اسراییلو ولسمشر ریولن  د سپټمبر د ۱۷ مې په ټاکنو کې د لومړي وزیر نتنیاهو رقیب  ګانتز  په لویدیځ بیت المقدس کې  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  حضور ته قبول  او د نوي حکومت د جوړولو په دنده يي مامور کړ.

د اسراییلو د قوانینو له مخې  ګانتز باید  د ۲۸ ورځو په دننه کې  ائتلافي  حکومت  جوړ کړي او که چیرې پدې موده کې  د حکومت  په جوړولو کې پاتې راشي  باید  د ۲۸ ورځو وروسته  دا دنده بیرته  ولسمشر ته اعاده کړي.

سره ددې چې  ګانتز  د ائتلافي حکومت د جوړولو په اړه  په ځان پوره باور لري خو ددې هیواد سیاسي کارپوهان بیا وایي چې دا به هم  د لومړي وزیر نتنیاهو په څیر  پدې کار کې پاتې راشي.

د ګانتز په مشرۍ د شین او سپین اتفاق  او دوه نور کین ګوندونه چې  ددینه ملاتړ کوي  ټولټال  په ولسي جرګه کې ۴۴ څوکۍ  لري . د حکومت  د جوړولو په خاطر لږ تر لږه  ۶۱ رایو ته  اړتیا لیدل کیږي.

ویل کیږي که چیرې ګانټز هم  د نتیاهو په څیر د حکومت د جوړولو په دنده کې ناکام شي  کیدای شي چې له سره  ټاکنې وشي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو  د ائتلافي حکومت په خاطر د ګانټز د لیدنې  وړاندیز  قبول کړ.

نتنیاهو  د لیکود  او درې نورو ګوندونو په مشرۍ  چې ددینه  ملاتړ اعلان کړی دی دا مذاکرات پر مخ وړي.

د ویلو د ه چې  په اسراییلو کې سږ کال د دویم  ځل لپاره ټولټاکنې وشوې خو هیڅکوم سیاسي ګوند  په یواځې ځان د حکومت د جوړولو په خاطر  ۱۲۰ څوکیو نه ۶۱ څوکۍ  ترلاسه کړي ندي.


پيوندونه: #حکومت , #اسراییل

اړوند خبرونه