ټرمپ : د ترکیې او سوریې نه ښه خبرونه راروان دي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ  د ترکیې، سوریې او منځني ختیځ په اړه تازه څرګندونې کړي دي.

1292877
ټرمپ : د ترکیې او سوریې نه ښه خبرونه  راروان دي

 

ټرمپ  د ترکیې او امریکا ترمنځه  د اکتوبر په ۱۷ مه نيټه  د شوي توافق له مخې  د سوریې په شمال کې  د وای پ جي ترهګرو ته  د سیمې نه د وتو په خاطر د ورکړي  ۱۲۰ ساعته مهلت د پایته رسیدو نه وروسته  د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې  د ترکیې، سوریې او منځني ختیځ نه ډیر ښه  خبرونه  ترلاسه کیږي.

نور ښه خبرونه به هم  راشي.

د ویلو ده چې  د ترکیې لخوا ترهګرو ته  ورکړ شوی  ۱۲۰ ساعته مهلت تیره شپه د ترکیې په ځايي وخت  د ماسخوتن په لسو بجو پایته ورسید.

د امریکا  د دفاع وزارت  د نوموړي مهلت د پوره کیدو نه وروسته اعلان وکړ چې  د سیمې نه د وای پ جي عناصرو د تخلیې چارې بشپړې شوي دي.

سره ددې چې  امریکا  د سیمې په کامله توګه د وای پ جي عناصرو د وتو نه خبر ورکوي خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیره شپه  ویلي وو چې  د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د امریکا سره  د امریکا شوی د شوي توافق  شرایط  د ټولې معنا سره  ندي پر ځای شوي.

ولسمشر اردوغان ویلي وو چې  هیواد ته د ستنیدو نه وروسته به د مسئلې په اړه  په هر اړخیزه توګه  د غور نه وروسته  لازم ګامونه اوچت کړي.

ولسمشر اردوغان ویلي وو چې ترهګرو ته به د ورکړ شوي مهلت  موده  نور ونه غځوي. که چیرې دا موده وغځول شي  ترهګر  زړور کیږي.


پيوندونه: #ټرمپ , #ترکیه , #امریکا

اړوند خبرونه