په چین کې په چاودنه کې لږ تر لږه ۹ تنو ژوند لاسه ورکړ.
په چین کې چاودنه شوې
1288520
د چین په ختیځ کې د وکسي په ښار کې په دوکان کې د ګازو ستره چاودنه وشوه. په چاودنه کې ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ. د چاودنې شیبې د شاوخوا دوکانونو په امنیتي کمره کې ثبت شوي دي.
د چین د وکسي ښار ځايي مقاماتو ویلي دي چې په یو دوکان کې د ګازو د زورورې چاودنې په پایله کې نهو تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
چاودنه پداسې حال کې رامنځته شوه چې په سیمه کې خلک په پياده رو کې روان ول.
د چاودنې په نتیجه کې ۳ دوکانونو زیان لیدلی دی. همداشان یو زیات شمیر دوکانونو شیشې ماتې شوي دي.
د پيښې نه وروسته ۲۰ د اور وژنې موټرې، ۱۰۵ تنه اور وژونکي ، ۳۲ تنه د ژغورنې پرسونل او څه باندې ۳۰ دانې امبولانسونه د پيښې سیمې ته استول شوي وو.