په امریکا کې الوتکې سقوط وکړ
د امریکا د میشیګان په ایالت کې الوتکې سقوط وکړ
په امریکا متحده ایالتونو کې یوې کوچنۍ یو ماشینه الوتکې سقوط وکړ.
د امریکا نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې الوتکه د امریکا د میشیګان په ایالت کې لویدلې ده.
د سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې الوتکه د انډیانا پولیس ایالت نه د میشیګان ایالت لانسینګ ښار پر لورې روانه وه چې په ناڅاپې توګه يي سقوط وکړ. الوتکه خپل هدف ته ډیر نږدې شوې وه چې ولویده. پیښه د امریکايي په ځايي وخت د سهار په نهو رامنځته شوې د ه.
په پيښه کې درې تنو ژوند د لاسه ورکړی او درې تنه نور سخت ټپیان شوي دي. سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې په الوتکه کې ۶ تنه شتون درلود چې درې تنو ژوند د لاسه ورکړی او درې تنه نور يي ټپیان شوي دي.
د لانسینګ ښار د ریګن د هوايي ډګر ویاند ویلي دي چې په الوتکه کې یو پیلوټ ، د پيلوټ مرستیال او ۴ تنو مساپرو شتون درلود.
د پیښې ټپیان د لانسینګ ښار روغتون ته انتقال شوي دي. د روغتون ویاند ویلي دي چې د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه ویل د وخت نه وړاندې خبره ده ځکه چې روغتیايي حالت يي ښه ندی.