امریکا سعودي عربستان ته سرتیري او دافع هوا سیستمونه استوي

امریکا د سعودي عربستان د دفاع هوا سیستمونو د قوي کولو په خاطر دې هیواد ته سرتیري او دافع هوا توغندي استوي

1277276
امریکا سعودي عربستان ته  سرتیري او دافع هوا سیستمونه استوي

امریکا  متحده ایالتونو  د دفاع وزارت پنټاګون  د سعودي عربستان  د تیلو پر چاڼځایونو  د بریدونو نه وروسته  نوموړي هیواد ته د ۲۰۰ تنو سرتیرو، یوه د پاترویوت دافع هوا توغندیو  دستګاه او ۴ د لنډواټنه رادار دستګاه ګانو  د استولو پریکړه کړې.

 د پنټاګون  ویاند  جاناتان هافمن  خبري غونډې ته وویل چې « پر سعودي عربستان د وروستیو بریدونو  او د نوموړي هیواد د غوښتنې له مخې  د دفاع وزیر مارک اسپر د امریکا نه سعودي عربستان ته د ۲۰۰ تنو سرتیرو، د پاترویوت دافع توغندیو یوه دستګاه  او د لنډواتنه  رادار د ۴ دستګاګانو د استولو  پریکړه وکړه.»

هافمن وویل چې  امریکايي سرتیري او دافع هوا سیستم  او رادار  به  د سعودي عربستان د ملکي او پوځي  تاسیساتو نه د دفاع په برخه کې د نوموړي هیواد  د دفاعي سیستونو  سره  د پام وړ مرسته وکړي او طاقت او ظرفیت به يي لوړ کړي.

ویاند  ویلي دي چې د دفاع وزیر نوموړي هیواد ته د اضافه تجهیزاتو  د استولو  په خاطر هم  د تیاریو نیولو  امر کړی دی.

په اضافه تجهیزاتو کې  دوه  د پاترویوت توغندیو دستګاګانې او یو هم  د لوړې ارتفاع دافع هوا سیستم  ټاد  شتون لري.



اړوند خبرونه