ټرمپ : پر ایران به هر څه ژر ډیر سخت نوي بندیزونه وضع کړو

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ  ویلي دي چې د ۴۸ ساعتونو په دننه کې به پر ایران لګوونکي  نوي بندیزونه اعلان کړي.

1272398
ټرمپ : پر ایران به هر څه ژر ډیر سخت نوي بندیزونه  وضع کړو

 

ټرمپ  د لاس انجلس  په نړۍوال هوايي دګر کې د ټاکلي خپل نوي د ملي امنیت سلاکار  په اړه خبریالانو ته  معلومات ورکړل.

ټرمپ  دلته  د یوې پوښتنې په ځواب کې  پر ایران  د نوو  بندیزونو نه یادونه وکړه. هغه وویل چې  پر ایران به بعضې ډیر  قوي  نوي بندیزونه ولګوو. دا بندیزونه به د ۴۸ ساعتونو په دننه کې اعلان کړو.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا  پر ایران د پوځي مداخلې  احتمال  شتون لري  او که نه؟ وویل ، دا چې  څه به وشي  دا به په ګډه  وګورو. که چیرې مونږ  وغواړو چې کوم ګام اوچت کړو هغه پرته د ګواښ  او تهدید نه  اوچتوو.

هغه وویل چې  دم ګړۍ  د اقتصادي  بندیزونو سره  ایران  ډیر سخت ځپل شوی دی  او مونږ په ډیر قوي  موقف کې قرار لرو. پر ایران پوځي مداخله  زمونږ  وروستی انتخاب  دی. خو  پر نورو   انتخابونه هم  غور کوو.

ټرمپ  د ایران ولسمشر حسن روحاني په مشرۍ هیئت  ته  د ملګروملتونو په کلنۍ اسمبله کې د ګډون  په خاطر  تر اوسه پورې د امریکا لخوا د ویزې د نه ورکول کیدو  د پوښتنې په ځواب کې وویل چې  شخصآ  په اسمبله کې د ایران د ولسمشر په مشرۍ د هیئت د ګډون  ملاتړ کوم.

که چیرې دا مسئله  زما  پورې  تړلې  وی  خامخا  مې ورته  امریکا ته د راتګ  اجازه ورکوله.



اړوند خبرونه