په کاناډا کې د پارلمان یو تن نوماند اسلام ته د سپکاوي له امله له ګونده وشړل شو
په کاناډا کې د اکتوبر په ۲۱ مه پارلماني ټاکنو ته نوماند د زرغون ګوند غړی اریک شومان د ټولنیزې مډیا له لارې اسلام مبارک دین ته د سپکاوي نه وروسته د ګوند نه وشړل شو.
د زرغون ګوند لخوا د کاناډا د سیمکو د ښار نه فدرال پارلمان ته کاندید اریک شومان د ټولنیزې مډیا لارې اسلام ته سپکاوی وکړ.
هغه د خپل حساب له لارې په خپور کړي پيغام کې لیکلي دي چې « د سور کړي خوږ پاتې شوني مو وویشل. د سور کړي خوږ پاتې شوني مې په ډنمارک کې د محمد ص د کاریکاتور پر خلاف مظاهره کوونکو ته ولیږل. »
په کاناډا کې د مسلمانانو د ملي شورا مشر مصطفی فاروق د زرغون ګوند د نوماند ددې سپکاوۍ نه ډکو څرګندونو له امله د زرغون ګوند مشر الیضابط می ته شکایت وکړ. د مسلمانانو د شورا مشر ددې خبرې په ټینګار وویل چې ستاسې د ګوند نوماند هم اسلام ته ، هم مسلمانانو ته او هم د اسلام ستر پيغمبر او لارښود حضرت محمد ص ته سپکاوی کړی دی.
د کاناډا د اسلامي شورا مشر د زرغون ګوند مشر ته د شکایت نه وروسته خبري غونډې ته وویل « مونږ د کاناډا د ټولو وګړو په څیر د بیان د ازادۍ نه ملاتړ کوو. خو یو څوک چې د پارلمان لپاره کاندیدیږي هغه باید لږ تر لږه یووالي او اخلاقي ارزښتونو ته ژمن وي. څوک چې خلکو ته د خوږ د هډوکو او پاتې شونو د لیږولو وعده ورکړي هغه ډیر زیات مقامت کولای نشي. د دې کس نوماندي باید هر څه ژر لغوه کړی شي. »
د مسلمانانو د شورا د مشر د څرګندونو نه سمدلاسه وروسته د زرغون ګوند مشر د ګوند نه د اریک شومان د شړولو اعلان وکړ. د ګوند مشر وویل چې هم يي د شومان نوماندي لغوه کړې او هم يي هغه له ګونده شړلی دی.
زرغون ګوند د بیان په خپرولو سره وویل چې دا ګوند د جنسي تبعیض، اسلام فوبیا، انتي سمیتیزم، د ښځو پر وړاندې د دښمنۍ او هر ډول نفرت زغم او تحمل نلري.