امریکا پر پولنډ ۳۲ اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې وپلورلې
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پر پولنډ د شپږ نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت د ۳۲ اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکو پلورولو ته اجازه ورکړه.
د امریکا د دفاعي او امنیتي همکاریو اژانس ویلي دي چې پر پولنډ د ۳۲ اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکو د پلورولو سربیره ۳۳ د اف ۳۵ ډوله الوتکو اضافه ماشینونه او د الوتکو د الکترونیک حربي سیمتونه او ځینې پرزې هم شامل دي.
پر پولنډ ددې الوتکو د پلورولو سره به دا هیواد په سیمه کې د بریدګرو پر وړاندې د ځان د دفاع د قوي قابلیت نه برښمند شي او د امریکايي ځواکونو سره به ګډه د کارولو زمینه برابره شي.
د ویلو ده چې پولنډ د خپلو هیوادونو ځواکونو د لا پياوړي کولو په خاطر د روان کال د مې په میاشت کې د امریکا نه د اف ۳۵ ډوله الوتکو غوښتنه کړې وه. پولنډ به دا الوتکې د روسیې د میګ ۲۹ او سو ۲۲ ډوله الوتکو ځای ناستی کړي.
د پولنډ حکومت په پام کې لري چې د پوځي مدرنیزه چارو په چوکاټ کې به تر ۲۰۲۶ کاله ۴۷ میلیارده ډالره پر پوځ په مصرف ورسوي.
پولنډ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د امریکا نه د ۱۰ عشاریه ۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پاتریوت دافع هوا سیستم رانیولی وو.
همداشان ددینه وروسته د امریکا نه د دوه میلیادرو ډالرو په ارزښت د HMARS راکټي سیستم ، د سټنډ اف توغندي او یو زیات شمیر نور عسکري تجهیزات پيرودي دي.