په نندوستان کې ۱ عشاریه ۹ میلیونه تنه چې ډیری مسلمانان دي د بې وطنۍ د ګواښ سره مخامخ دي

هندوستان د هیواد په شمال ختیځ کې د اسام په ایالت  کې د نفوس د ثبت احوال د نهايي لستونو نه  د پاتو  ۱ عشاریه ۹ میلیونه تنو کسانو لپاره  د نظربند  په خاطر  ځانګړي کمپونه جوړوي.

1267418
په نندوستان کې ۱ عشاریه ۹ میلیونه تنه چې ډیری مسلمانان دي د بې وطنۍ د ګواښ سره مخامخ دي

 

دا خبره  د انګلستان د انډیپنډینت  ورځپاڼې کړې ده. د یادې شوې ورځپاڼې د خبر له مخې  د هندوستان حکومت  غواړي چې د اسام ایالت د نفوس د ثبت احوال  د وروستیو لستونو نه  د پاتو یو عشاریه ۹ میلیونه تنو لپاره چې ډیری  مسلمانان دي  د نظربند ځانګړي  کمپونه جوړ کړي. دې کسانو ته د هندوستان تابعیت ندی ورکړ شوی. هندوستان غواړي چې دا کسان  د بې وطنه  وګړو په توګه  پدې کمپونو کې  نظر بند وساتي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې  په لومړي پړاو کې به لږ تر لږه  لس کمپونه جوړ کړی شي. هر کمپ د ۳ زرو تنو په ظرفیت  جوړیږي.

هغه کسان چې  د نفوس د ثبت احوال د لستونو نه بهر پاتې دي  ویره  لري چې  بې وطنه به پاتي شي.

د بله پلوه د ملګروملتونو سازمان د کډوالۍ عالي کمشنر فیلیپو ګراند  په هندوستان غږ کړی دی چې ددې خبرې باید ضمانت وکړي چې هیڅوک باید بې وطنه پاتې نشي. هغه پر هندوستان  غږ کړی دی چې ددې خطر  د کمولو په خاطر باید لږ تر لږه عملي ګامونه اوچت کړي. ددې کسانو د نیولو او یا د هیواد نه د شړولو په برخه کې باید د هر ډول اقداماتو نه  ډډه وکړي .



اړوند خبرونه