په هالنډ کې وسله وال برید شوی

د هالنډ  د دوردراخت  په ښار کې  د وسله وال برید په پایله کې  ۳ تنه مړه  او یو تن بل ټپي شوی دی.

1266389
په هالنډ کې وسله وال برید شوی

 

د روتردام  پولیسو  د پيښې په تړاو په خپور کړي بیان کې ویي دي چې  د دوردراخت د همرشتین  په سړک  کې  په رامنځته شوي  وسله وال برید کې  ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او یو تن بل ټپي شوی دی.

په بیان کې راغلي دي چې د پيښې په اړه  تحقیقات  دوام لري.

د بله پلوه  د هالنډ دولتي  تلویزیون  ددې برید  لامل  کورنی  تاوتریخوالی  ښودلی دی  او ویلي دي چې  په پیښه کې د دوو تنو ماشومانو په ګډون ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او یوه میرمن  سخته ټپۍ ده.

په خبر کې راغلي دي چې دا پیښه  د یو پولیس په کور کې رامنځته شوې ده. پدې کور کې  یو پولیس  ژوند کولو. د پيښې نه وروسته  یو زیات شمیر پولیسو او روغتیايي ډلې د پیښې ځای ته راورسیدې.

د برید اصلي لامل  معلوم  ندی.



اړوند خبرونه