ټرمپ د ډنمارک د لومړۍ وزیرې د څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود
ډنمارک : د امریکا لخوا د ډنمارک د ګرونلانډ د ټاپو د پیریدو فکر یو مبتذل او پوچ فکر دی.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د ډنمارک د لومړۍ وزیرې مته فردریکسن د څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
د ډنمارک لومړۍ وزیرې فردریکسن د امریکا لخوا د ډنمارک د ګرونلانډ د ټاپو د پیریدو د غوښتنې نه د یو مبتذل او پوچ نظر په توګه یادونه وکړه.
ټرمپ بیا د دنمارک د لومړۍ وزیرې د څرګندونو نه د نامناسبو څرګندونو په توګه یادونه وکړه.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تیره ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه ډنمارک د لومړۍ وزیرې د څرګندونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « زما په اند د ډنمارک د لومړۍ وزیرې د ځواب ورکولو دا اسلوب او طرز یو ډیر نامناسب او بې ځایه لاره وه. هغه مونږ ته یواځې نه مونږ دا ټاپو نه پلورو ویلی شو. »
ټرمپ وویل چې ددې د ولسمشرۍ په دوره کې به هیچا ته د امریکا سره پدې ډول د خبرو کولو اجازه ورنکړي.
همداشان هغه د داعش پر خلاف د مبارزې او نیول شوو داعشي ترهګرو په اړه هم څرګندونې وکړې.
هغه وویل چې امریکا د داعش پر خلاف د مبارزې په ترڅ کې په زرګونو تنه داعشیان چې د اروپا تابعیت لري نیولي دي. اروپا باید دا کسان زمونږ نه تسلیم شي. که چیرې اروپا دا کار ونکړي مونږ مجبوریږو د کومو هیوادونو نه چې راغلي دي هلته يي بیرته ولیږو.
ټرمپ وویل چې امریکا نن په زرګونو کیلومتره په لرې سیمو کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزه کوي. همداشان هغه وویل نه غواړي چې خپل ځواکونه د اوږدې مودې لپاره په سوریه کې وساتي. د داعش پر خلاف په مبارزه کې د ترکیې په ګډون د سیمې هیوادونه باید لا زیاته فعاله ونډه واخلي .