د ونزویلا حکومت د امریکا متحده ایالتونو سره د خبرو کولو پخلی وکړ.
ونزویلا : د امریکا سره د تماس په حال کې یو.
د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي دي چې ددې په اجازه جګپوړي حکومتي چارواکي د ټرمپ د حکومت د لوړپوړي هیئت سره مذاکرات پيل کړي دي. هغه ویلي دي چې دا تماس د میاشتو میاشتو راهیسې دوام لري.
مادورو دا خبره د لا ګورا په ښار کې په جوړو شوو مراسمو کې وکړې. هغه وویل چې د څو میاشتو راهیسې زمونږ حکومت زما په اجازه د شمالي امریکا د امپراتورۍ یعنې د ټرمپ د حکومت سره د موجودې ستونزې د حل په خاطر په مذاکراتو پیل کړی دی.
هغه دلته د امریکا متحده ایالتونو نوم د نه ذکرولو سره وویل « غواړم تاسې سره یو راز شریک کرم، ځینې پټې او محرم لیدنې کتنې شوي دي او البته چې دوام لري.»
مادورو پداسې حال کې د امریکا سره د پټو مذاکراتو پخلی وکړ چې تیره ورځ د نوموړي هیواد د ملي شورا مشر پټ مذاکرات رد کړي وو.
مادورو وویل چې د ونزویلا د ملي حاکمیت نه به د تل لپاره دفاع وکړي .
هغه وویل « که چیرې د امریکا ولسمشر ټرمپ یوه ورځ په جدي توګه زمونږ سره وګوري او دا موجوده ستونزه حل کړي مونږ هم تل لیدنې ته چمتو یو، د روانې ستونزې حل ته حاضر یو. هو که چیرې پر مونږ برید وکړي نو ځواب ورکولو ته يي هم چمتو یو. ډیر سخت ځواب به ورکړو. »
د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ هم د ونزویلا د حکومت سره د لیدونو کتنو پخلی وکړ. هغه د خبریالانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا د ونزویلا د حکومت سره پټې لیدنې کتنې کړي ؟ وویل ، د تماس په حال کې یو. د ونزویلا د مختلفو استازو سره د تماس په حال کې یو.
د ونزویلا مشر مادورو وویل چې بعضې امریکايي چارواکیو د ونزویلا په اړه ولسمشر ټرمپ ته غلط او ناسم معلومات ورکړي چې د همدې امله هغه ونزویلا بندیزونه لګولي دي.