د هند او پاکستان ترمنځه د جمو کشمیر د کنټرول په کرښه کې نښته شوې ده .
د هند او پاکستان په پوله کې نښتې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اړولې
د پاکستان پوځ ویلي دي چې پدې نښته کې ۳ تنه پاکستاني سرتیري ، پنځه تنه هندي سرتیري او دوه تنه هم ملکي وګړي وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر تیره ورځ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د کنټرول په کرښه کې د لیپا په سیمه کې د هندي ځواکونو د برید له امله ۳ تنو پاکستاني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.
په بیان کې راغلي دي چې پاکستاني سرتیرو په هندي لورې ځوابي بریدونه وکړل چې په پایله کې ۵ تنه هندي سرتیري ووژل شول او ګڼ شمیر نور ټپیان شول.
همداشان په پوله کې د هندي ځواکونو لخوا د راتوغول شوي هاوان توپ په برید کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي دی.
هندي ځواکونو بیا د پاکستان د ادعا په اړه څه ندي ویلي. د بله پلوه نن سهار د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې هندي ځواکونو یو تن بل پاکستاني سرتیری هم وواژه.
پاکستان هندي لوری د اوربند نه په سرغړونې تورن کړی دی. دا نښته پداسې حال کې وشوه چې تیره ورځ هندوستان د خپلواکه ۷۳یمه کلیزه ولمانځله.
دا نښته پرون د ماښام په ساعتونو کې رامنځته شوې ده .
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.