په تانزانيا کې د تيلو په تانکر کې چاودنې فاجعه رامنځته کړه
په تانزانيا کې ستره فاجعه رامنځته شوه
1251085
په تانزانيا کې د تيلو په ټانکر کې د چاودنې په پايله کې ستره فاجعه رامنځته شوه.
د تانزانيايي چارواکيو په وينا پيښه د نوموړي هيواد د موروګورو په ښار کې رامنځته شوې ده . پدې پيښه کې لږ تر لږه ۵۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
چارواکيو ويلي دي چې لومړي د تيلو ټانکر ټرافيکي پيښه وکړه چې د ټانکر نه تيل روان شول. په لسګونه تنه د ټانکر شاوخوا ته راټول شوي وو او په ستلونو کې ترينه د تيلو راټولو هڅه کوله چې په ناڅاپي ډول ډول چاودنه رامنځته شوه.
په چاودنه کې ۵۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې ډيرې سوځيدلي دي.
د بله پلوه د سيمې د پوليسو مشير ويلي دي چې پدې پيښه کې د ۵۷ تنو د وژل کيدو سربيره ګڼ شمير کسان ټپيان شوي د.