د قیرغیزستان امنیتي ځواکونو د پخواني ولسمشر المازبیک اتمبایوف په کور چاپه واچوله.
د قیرقیزستان پخوانی ولسمشر چې په اداري فساد او بډو تورن دی پولیسو ته د تسلمیدو نه ډډه وکړه
پدې چاپه کې یو تن مړ او ۴۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د قیرغیزستان امنیتي ځواکونو د پخواني ولسمشر اتمبایوف د نیولو په خاطر چې په اداري فساد او بډو تورن شوی دی په کور عملیات ترسره کړل. د عملیاتو پر مهال په اخوډب کې یو تن ژوند د لاسه ورکړ او ۴۵ تنه نور ټپيان شول.
امنیتي ځواکونه عملیات په نیمايي کې د پرې کولو ته اړ شول.
د قیرغیزستان د کورنیو چارو د وزارت مرستیال کورسان اسانوف د اناتولیا خبري اژانس ته ویلي دي چې پولیسو حالات قابو کړي دي. پریکړه وشوه چې مسئله د مذاکراتو له لارې حل کړی شي.
د قیرغیزستان پخوانی ولسمشر چې د اداري فساد او بډو د تورونو له امله يي قضايي مسئونیت لرې شوی دی امنیتي ځواکونو ته د تسلمیدو نه ډډه وکړه.
د پخواني ولسمشر اتمبایوف پلویانو په سلګونو تنو ځوانانو پر امنیتي ځواکونو د تیګو او ډانګو بریدونه وکړل چې پدې اخوډب کې یو تن مړ او ۴۵ تنه ټپیان شول.
پولیس او ځانګړي ځواکونه د لا زیاتو ځاني تلفاتو د مخنیوي په خاطر په شا ګام اوچتولو ته مجبور شول.
د بله پلوه د اتمبایوف په سلګونو تنو پلویان د هغه کور ته د غځیدولو لارو په دخولي او خروجي برخو کې په نوبت نیولو پیل کړی دی.
د قیرغیزستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر د نوموړو ځوانانو نه خوریدو غوښتنه وکړه. ځوانانو د په سیمه کې د انټرنت او ټیلیفون د پرې شوي سیګنال د بیرته رغولو غوښتنه کوله.
د قیرغیزستان پخواني ولسمشر اتمبایوف د ټيلیفون له لارې په د راټولو شوو خپلو پلویانو سره خبرې وکړې.
هغه په خپلو پلویانو د قوي ملاتړ له امله مننه وکړه او وویل « حکومت د هیواد د اساسي قانون د خپو لاندې کولو سره غوښتل چې ما ونیسي، حکومت غواړي چې زما غږ ټپ کړي، د ماښام په ساعتونو کې د وسلو سره راغلل. لومړی د پلاستیکي مرمیو او وروسته يي د حقیقي مرمیو نه کار واخیست. زما ترهګر نه یم، زما پلویان ترهګر ندي. دا ډیر د خواشینۍ ځای دی. د حکومت ددې اقدام او ناوړه چلند له امله زه خجالت باسم. حکومت په خپلو وګړو د مرمیو باران وکړ. په حکومت غږ کوم چې د خپلې خطا نه لاس واخلي. »
د قیرغیزستان د روغتیا وزارت ویلي دي چې د نوموړو عملیاتو پر مهال ټپي شوي ۴۵ تنه روغتونونو ته راانتقال شوي دي.
پدې پیښه کې د یادې شوې سیمې د امنیې قومندان سخت ټپي شوی او د کوما کې قرار لري.
همداشان یو تن بل ۲۲ کلن ټپي هم روغتیايی حالت ښه ندی.
المازبیک اتمبایوف د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځه د قیرغیزستان د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې ده . هغه په ۲۰۱۷ کال کې واک نوي ولسمشر سورون بای جینبیکوف ته وسپارله.
نوي حکومت په پخواني ولسمشر اتمبایوف د تاریخي موزیم د بیارغونې په قرارداد، د ډبرو سکرو د پیریدو په قرارداد، د یو جرمي سازمان د مشر عزیز باتوقایایوف د خوشې کولو، د مځکو د استملاک او کرنیزې مځکې د جوړولو په قرارداد کې په فساد کولو تورن دی.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.