ټرمپ د تکزاس او اوهایو د وروستیو بریدونو د برید کوونکو د اعدامولو غوښتنه وکړه
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د تکزاس او اوهایو د وروستیو خونړیو بریدونو د برید کوونکو د اعدامولو په خاطر کانګرس ته د قانون د مسودې د جوړولو هدایت ورکړ.
امریکا ولسمشر ټرمپ د تکزاس د ال پاسو او د اویاهو د دایتون په ښارونو کې د وروستیو خونړیو بریدونو په اړه چې په پایله کې ۲۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډه جوړه کړه.
ټرمپ په امریکا کې د وسلو د قانون د بعضو کمبودیو نه په یادونې سره وویل چې ، د وسلو د خرڅلاو پر مهال باید د پیرودونکي شخص په اړه لا زیات تحقیقات وشي. هغه ویلي دي چې د وسلو په قانون کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده .
ټرمپ د وسلو په قانون کې د اصلاحاتو په اړه د جزیاتو ورکولو نه ډډه وکړه او وویل چې تاسې ته وعده درکوم چې د عاجل حل په خاطر به ګړندي ګامونه اوچت کړو.
همداشان ټرمپ وویل چې د ورته بریدونو د فاعلینو د هر څه ژر اعدامولو په خاطر مو کانګرس ته د قانون د مسودې د جوړولو هدایت ورکړ.
ټرمپ د ال پاسو د برید کوونکي لخوا د برید نه مخکې د ټولنیزې مډیا له لارې خپور کړي بیان ته په اشارې سره وویل « د امریکا خلک باید د یو غږ سره هر ډول نفرت، تعصب او سپین پوستو توکمپالي په کلکو ټکو وغندي. دا شیطاني اډیالوژي باید له منځه یوسو. »
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.