شمالي کوریا یو ځل بیا لنډ واټنه توغندی وازمایه

شمالي کوریا د دوه اونیو  په دننه  د څلورم  ځل لپاره  توغندی وازمایه.

1248501
شمالي کوریا یو ځل بیا لنډ واټنه توغندی وازمایه

 

د سویلي کوریا ستر درستیزوالۍ  ویلي دي چې شمالي کوریا  د هیواد  په سویل کې  د هوانګ های  د ایالت نه د جاپان  د سمندر پر لورې  لنډ واټنه  توغندی  توغولی دی.

توغندی د ۴۵۰ کیلومتر واټن نه وروسته  سمندر ته وغورځید.

سویلي کوریا ویلي دي چې ددوې پوځي چارواکیو  د امریکا متحده ایالتونو سره په ګډه د مسئلې په اړه تخنیکي تحقیقات  پیل کړي دي.

د ویلو ده چې  د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت  د توغندي د ازمایلو نه مخکې  د امریکا او سویلي کوریا ترمنځه په روانو ګډو پوځي تطبیقاتو  نیوکه کړې وه.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت  د سویلي کوریا  او امریکا  لخوا د ګډو پوځي تطبیقاتو په اړه ویلي وو « دا تطبیقات د یو اشغال لپاره چمتوالی دی. مونږ هم  د ځان نه د دفاع په خاطر  لازم ګامونه اوچتو. »

سویلي کوریا بیا  د شمالي کوریا  لخوا د توغندي د ازمایلو نه  په سیمه کې د روانو  ستونزو د حل په خاطر  د روانو هلو ځلو په مقابل کې د اوچت شوي ګام په توګه یادونه کړې ده.

شمالي کوریا  د تیرو دوو اونیو په دننه کې د څلورم ځل لپاره  توغندی وازمایه.

شمالي کوریا پداسې حال کې د توغندیو په ازمایښت پیل کړی دی چې  د روان میلادي کال د جون په میاشت کې  د نوموړي هیواد ولسمشر کیم جونګ اون  د امریکا  د ولسمشر دونالد ټرمپ سره  ولیدل. دواړو سیمه  د اټومي وسلو نه  د پاکولو اړوند د مذاکراتو له سره  د پیلولو په مسئلې تفاهم وکړ.

شمالي کوریا  د نږدې دوه اونۍ مخکې  د جولای په ۲۵ مه نيټه  یو توغندی وازمایه. همداشان  لنډه موده وروسته يي دوه نور لنډ واټنه توغندي وازمایل. وروستی  توغندی يي  نن وازمایه.  



اړوند خبرونه