امریکا د دویم وسله وال برید سره ټکان وخوړ

امریکا متحده ایالتونو په ۲۴ ساعتونو کې د دویم  وسله وال برید سره  ټکان  وخوړ.

1247580
امریکا د دویم  وسله وال برید سره ټکان وخوړ

 

د امریکا متحده ایالتونو د تکزاس په ایالت کې په یو سوداګریز  مرکز  د وسله وال برید نه  ۱۲ ساعته وروسته  د اوهایو ایالت اړوند د دایتون  په ښار کې د شپې د یو کلوپ ترڅنګ وسله وال برید وشو.

پدې  برید کې  لږ تر لږه  ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ  او ګن شمیر کسان نور ټپیان شوي دي.

د دایتون د ښار د پولیسو مشر خبري رسنیو ته وویل چې  د شپې په یوه بجه او ۲۲ دقیقو د دایتون ښار د اوریګون په سیمه کې د شپې د یو کلوپ  ترڅنګ  وسله  وال برید وشو. 

د پيښې سیمې ته نږدې  پولیس سمدلاسه سیمه  ده  ورسید او برید کوونکی له خپو وغورځو.

ویل کیږي  پدې برید کې  ۹ تنه مړه او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي. د پيښې ټپیان  نږدې  روغتونونو ته انتقال او درملنې لاندې نیول شوي دي.

د دایتون  د ښار ښاروال  نان والي  خبري رسنیو ته وویل  چې  برید کوونکی د مرمۍ  ضد واسکټ  په تن وو او د ځان سره يي ډیرې زیاتې مرمۍ  راوړې وې. 

د بله پلوه د اوهایو  د ایالت  والي  مایک ډی واین  د نوموړې پيښې له امله  بیرغونه  نیمه ځوړندولو امر کړی دی. 

د امریکا  ولسمشر دونالد ټرمپ  د پيښې په اړه د ټولنیزې مډیا له لارې  په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې  فدرال او سیمه ایزو چارواکیو د پيښې په اړه  څیړني پيل کړي دي.

هغه  په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې خدای دې   د تکزاس د ال پاسو او د اوهایو د دایتون  د ښار  خلک  په خپل حفظ کې وساتي.

د ویلو ده چې تیره ورځ  د امریکا د تکزاس په ایالت کې د ال پاسو په ښار کې په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید وشو چې په پایله کې شل تنه مړه  او ۲۶ تنه نور ټپيان شول.

 

 



اړوند خبرونه