د هند  او پاکستان په پوله کې  د کنټرول په کرښه  نښته شوې ده .

په جمو کشمیر کې د هندي او پاکستاني سرتیرو ترمنځه نښته شوې

1245517
د هند  او پاکستان  په پوله کې  د کنټرول په کرښه  نښته شوې ده .

 

د ان ډي تلویزیون  د خبر له مخې  دا نښته  د جمو کشمیر د سون دربانی په سیمه کې شوې ده . په خبر کې راغلي دي چې د نښتې نه وروسته پاکستان لوري پر هندي لوري د توپ خانې برید وکړ چې په پایله کې  یو تن هندي سرتیری ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان  هندوستان  لوري  د پاکستان د برید په مقابل کې د پاکستاني سرتیرو په پوستو د توپخانې برید کړی  چې په پایله کې  دوه تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

د ویلو ده چې دا نښته  د دواړو هیواودنو ترمنځه   د  فبروري  د میاشتې  په ۱۴ مه نيټه په کشمیر کې  د پلواما  د برید نه وروسته د رامنځته شوې  نښتې نه وروسته  رامنځته شوې  نښته ده.

د ویلو ده چې  د روان کال د فبروري په ۱۴ مه نيټه  په جمو کشمیر کې د پلواما په سیمه کې د هندي سرتیرو د موټر په کتار برید وشو چې په پایله کې ۴۴ تنو ژوند  د لاسه ورکړ. هندوستان ددې برید پړه پر پاکستان واچوله  او په مقابل کې د پاکستان د کنټرول لاندې په کشمیر کې په ځینو سیمو  هوايي برید ادعا وکړه.

پاکستان هم  د هندوستان اړوند  جنګي الوتکه  وویشته  او پیلوټ يي ورته  برمته  ونیو. پاکستان د ښه نیت  د ښودو په خاطر  برمته نیولی  هندي پیلوټ بیرته هند ته وسپاره.



اړوند خبرونه