په امریکا  متحده ایالتونو کې په یوې مغازې  وسله وال برید وشو.

په امریکا کې په مغازې وسله وال برید شوی

1245119
په امریکا  متحده ایالتونو کې په یوې مغازې  وسله وال برید وشو.

 

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د امریکا د میسیسیپي په ایالت کې په یوې مغازې په وسله وال برید کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړ.

پولیسو ویلي دي چې  برید د یاد شوي ایالت په شمال کې د سوت اون  په سیمه کې په یوې مغازې شوی دی. د برید له امله یو تن د مغازې په دننه کې او یو تن هم  د موټرو په پارک کې وژل شوی دی.

برید کوونکی هم  د پولیسو لخوا ویشتل شوی دی.

پدې پیښه کې  یو تن پولیس  ټپي شوی دی . د ټپي شوي پولیس روغتیايی حالت ښه دی.

د سیمې روغتون مسئول ویلي دي چې  پولیس  ضد د مرمۍ واسکټ په ځان درلود چې  همدې واسکټ  ژغورلی دی.



اړوند خبرونه