په برازیل کې په زندان کې نښتې او بلوا له امله ۵۲ تنه وژل شوي دي
د برازیل په شمال کې په یو زندان کې د بلوا په پایله کې لږ تر لږه ۵۲ تنو زندانیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د برازیلي رسنیو د خبر له مخې تیره ورځ د نوموړي هیواد په شمال کې د پارا په ایالت کې د التامیرا په زندان کې د دوو جرمي شبکو ترمنځه نښته وشوه چې وروسته دا نښته په بلوا بدله شوه.
ویل کیږي دې بلوا پنځه ساعته دوام وکړ. زندانیانو د زندان یوې برخې ته اور ورته کړ.
د بله پلوه د زندان مسئولینو ویلي دي چې پدې پيښه کې د وژل شوو کسانو نه د ۱۶ تنو نه سرونه پرې شوي دي او پاتې کسانو د اورلګیدنې په پایله کې د رامنځته شوي لوګي له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بلوا پر مهال زندانیانو د زندان دوه تنه کارکوونکي هم برمته کړي وو چې وروسته يي بیا خوشې کړل.
د یادولو وړ ده چې د روان کال د مې په میاشت کې هم د برازیل د امازوناس په ایالت کې په څلورو زندانونو کې بلوا رامنځته شوې وه چې په پایله کې ۵۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.
د ویلو ده چې په برزایل کې دم ګړۍ تر ۷۰۰ تنو ډیر وګړي په زندانونو کې زنداني دي.