ټرمپ د ترکیې په مسئلې د مخورو جمهوریت پلوو سناتورانو سره خبرې وکړې

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  د جمهوریت پلوه  سناتورانو سره  د ترکیې لخوا د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو  د رانیولو په مسئلې خبرې وکړې.

1241321
ټرمپ د ترکیې په مسئلې د مخورو جمهوریت پلوو سناتورانو سره خبرې وکړې

 

ټرمپ  په سپینه ماڼۍ کې د ۴۵ تنو جمهوریت پلوو سناتورانو سره  د بندو دروازو تر شاه  غونډه وکړه. دې لیدنې  یو ساعت دوام  وکړ.

ویل کیږي  پدې لیدنه کې  په ترکیې  د امریکا د دښمنانو سره  د تحریمونو له لارې د مبارزې د قانون  په چوکاټ کې  د احتمالي تحریمونو د لګولو په مسئلې  خبرې شوي دي.

پدې لیدنه کې د لیندسي ګراهام، ټام کاټون، مایک مک کونل، راند پاول، مارکو روبیو او جمیز ریچ په څیر  مشهورو جمهوریت پلوو سناتورانو ګډون کړی وو.

د ویلو ده چې  د امریکا  ولسمشر دونالد ټرمپ  تیره اوونۍ د ترکیې لخوا د روسیې نه د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دافع هوا  توغندیو  د رانیولو د مسئلې په اړه  ویلي وو چې پدې برخه کې د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما ادارې  ډیره ستره خطا کړې ده .

هغه ویلي وو چې  اوسمهال د هر پلوه په ډیر سختو شرایطو کې قرار لرو. د ترکیې په مسئله کې د امریکا پخوانۍ ادارې ډیرې زیاتې اشتباه ګانې کړي دي . د همدې امله  اوس د تحریمونو په مسئله کې  تیرو اشتباه ګانې په نظر کې نیسو. دا چې  څه باید وکړو پدې خبرې کوو.تر اوسه پورې نهايي تصمیم ندی  نیول شوی.

همداشان  ټرمپ ددې څرګندونو نه لنډه موده مخکې  د یو تن خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په ترکیې به تحریمونه ولګوي ؟ د نه  ځواب ورکړی وو. ټرمپ ویلي وو چې  دم ګړۍ داسې کومه مسئله  شتون نلري.



اړوند خبرونه