سویلي کوریا د روسیې په جنګي الوتکې د خبردارۍ ډزې کړي دي

سویلي کوریا ویلي دي چې روسي جنګي الوتکې ددوې هوايي حریم ته داخلې شوي دي

1240533
سویلي کوریا د روسیې په جنګي الوتکې د خبردارۍ ډزې کړي دي

سویلي کوریا د روسیې  په یوې عسکري الوتکې چې ددې هیواد  هوايي حریم ته داخله شوې وه  د خبردارۍ  ډزې کړي دي.

دا خبره د سويلي کوریا د دفاع وزارت کړې ده . د سویلي کوریا رسمي خبري اژانس  د نوموړي هیواد د دفاع د وزارت له قوله لیکلي دي چې د روسیې ۳ جنګي الوتکې چې  ددې هیواد هوايي حریم ته داخلې شوې وې او د دافع هوا سیستم لخوا د تثبتیدو نه وروسته پرې د خبردارۍ ډزې شوي دي.

د سویلي کوریا  دفاع وزارت ویلي دي چې  د چین او روسیې لخوا  په دومداره توګه ددوې د هوايي حریم د اخلالولو له امله  به شکایت وکړي.

د بله پلوه  د سویلي کوریا  یو تن چارواکي بیا ویلي دي چې  تر اوسه پورې دا لا معلومه  نده  چې  د روسیې او چین  اړوند الوتکې په قصدي ډول  د کوریا هوايي حریم ته داخلې شوي او که  نه. پدې اړه تحقیقات دوام لري.



اړوند خبرونه