د ترکیې سره د اف ۳۵ ډوله الوتکو د مسئلې پر سره د جنجالونو په اړه د ټرمپ مهمې څرګندونې

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  وویل چې « ترکیه زمونږ  په مقابل کې حسن نیت لري.

1237138
د ترکیې سره د اف ۳۵ ډوله الوتکو د مسئلې پر سره د جنجالونو په اړه د ټرمپ مهمې څرګندونې

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  وویل چې « ترکیه زمونږ  په مقابل کې حسن نیت لري.

خو دا چې  ترکیه  مجبوره شوه چې  د روسیې نه دفاعي توغندي راونیسي  مونږ وایو چې پدې هیواد  نشو کولای چې  اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکې وپیرو. خو بیا هم  مونږ پدې مسئلې کار کوو. دا چې څه به کیږي دا به په راتلوونکي کې په ګډه  وګورو. »

د امریکا  ولسمشر ټرمپ  تیره ورځ په سپینه ماڼۍ کې د وزیرانو د شورا په غونډه کې  د روسیې لخوا ترکیې ته د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو  د سپارولو د لړۍ د پیلولو په اړه  ارزونې وکړې.

ټرمپ د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما لخوا په ترکیې د پاترویوت  دفاعي توغندیو په نه پلورولو  د سختې نیوکې سره وویل، ترکیه مجبوره شوه چې  د روسیې نه اس ۴۰۰ دفاعي توغندي راونیسي.

ټرمپ وویل چې د ترکیې سره پدې مسئلې خبرې کړي دي.

هغه وویل « حقیقت  دادی چې د ترکیې سره  ډیرې ښې اړیکي لرو خو په یو ډیر مغلق حالاتو کې قرار لرو.  اوباما ادارې پر هغوې  د پاترویوت توغندي ندي پلورلي. ترکیې د پاترویوت توغندیو  د پیرودو او ترلاسه کولو په خاطر  ډیرې زیاتې هلې ځلې وکړو خو هغوې پرې ونه پلورل. ترکیه مجبوره شوه چې د پاترویوت توغندیو په بدیل کې د روسیې نه  اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم  وپیري. خو کله چې ترکیې  د روسیې نه اس ۴۰۰ توغندي واخیستل  او قرارداد يي لاسلیک کړ  بیا دوې  پاڅیدل  او ترکیې ته يي وویل چې چمتو یو چې پر تاسې پاترویوت  توغندي وپلورو خو وخت له وخته تیر وو. هغوې قرارداد نهايي کړی وو. ترکیې  روسیې ته  د توغندیو  پیسې هم  ورکړې وې. ځکه چې دوې ورته  اجازه نه ورکړې. ترکیه د ناټو غړی هیواد دی. تر سلو ډیرو  د  اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکو د اخیستو په خاطر سپارښتنه کړې ده . او حتا  د لا زیاتو د اخیستو په خاطر يي پلان جوړ کړی وو.»

ټرمپ وویل چې د ترکیې او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ډیرې ښې اړیکي لري. ترکیه د امریکا په مقابل کې ډیر زیات حسن نیت لري. خو دا چې  ترکیه  مجبوره شوه چې  د روسیې نه دفاعي توغندي راونیسي  مونږ وایو چې پدې هیواد  نشو کولای چې  اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکې وپیرو.  دا مسئله د هغوې لپاره هم  ډیره ګرانه  ده. زمونږ لپاره هم  ډیره ګرانه ده.  خو بیا هم  مونږ پدې مسئلې کار کوو. دا چې څه به کیږي دا به په راتلوونکي کې په ګډه  وګورو.

ټرمپ وویل چې  د اف ۳۵ ډوله نوي نسل الوتکو تولیدونکی شرکت  لاک هید مارتین هم  ددې مسئلې نه خوښ ندی. ځکه چې  دا قرارداد نوموړي شرکت ته د زرګونو تنو استخدام  ته  زمینه برابره کړې ده .



اړوند خبرونه