سویډن د بهرنیو چارو وزیره : د ۱۹۱۵ کلونو ادعاګانې د نسل وژنې په توګه منل ناسمه خبره ده

د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې مارګوت والستروم وویل چې د ۱۹۱۵ کال د ارامنه تش په نامه د عام وژنې اعاګانې د عام وژنې په توګه منل ګرانه خبره ده.

1231417
سویډن د بهرنیو چارو وزیره : د ۱۹۱۵ کلونو ادعاګانې د نسل وژنې په توګه منل ناسمه خبره ده

 

هغې  دا څرګندونې په سویډن کې د بهرنیو رسنیو  د استازو سره په لیدنه کې  وکړې.

هغې  ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د سویډن حکومت به د ۱۹۱۵ کلونو د ارامنه تش په نامه د عام وژنې  ادعاګانې د عام وژنې په توګه ومني  او که نه؟ داسې  وویل ، زما په اند  د ۱۹۱۵ کلونو پيښې  د عام وژنې   په توګه منل  ګرانه خبره ده. 

په یو هیواد  د عام وژنې  د تور د لګولو  لپاره باید په لاس کې ډیر قوي  دلایل  او شواهد شتون ولري.  هغې  وویل چې  د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو د ادعاګانو  د څیړولو په خاطر د تاریخ پوهانو نه  جوړ یو کمیسیون  جوړ کړی دی.

خو  پدې اړه  د نتیجې  ترلاسه کول  ګرانه خبره ده. ځکه چې  ددې  پيښو په اړه  عینې  شاهدان شتون نلري. ځینو هیوادونو  د ۱۹۱۵ کلونو  پيښې او ادعاګانې  د نسل وژنې  په توګه منلي  دي. خو زما په اند  دا ډول پریکړې  پر ځای پریکړې  ندي. ځکه چې  داسې  یوې  پریکړې  کولو نه وروسته  باید ځینې  ګامونه اوچت شي.

همداشان والستروم  د روژې په میاشت کې  په ډنمارک کې  د بعضو ښې اړخه  افراطیانو لخوا د قرانکریم  د سوځولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « مونږ  د هر ډول افراطیت  او تندلارۍ  سره مخالفت کوو. د دیني  مسایلو په  اړه  دا ډول تحریک امیزه اقدامات ډیر خطرناکه  دي.

مونږ  باید  په ګډه  ژوند وکړو. د یو بل سره باید  خبرې وکړو  او د ګډ ژوند کولو  کولتور  جوړ کړو.ګډ ژوند کول باید  زده کړو.

 



اړوند خبرونه