د روسيې په تحت البحري کښتۍ کې اورلګیدنې ګن شمیر سرتیري وژلي دي
د روسیې تحت البحري کښتۍ اور اخیستی
1228985
د روسیې د سمندري ځواکونو اړوند په یو تحت البحري کښتۍ کې د اورلګیدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ تنو روسي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې ددوې د سمندري ځواکونو اړوند په یوې تحت البحري کښتۍ چې د په تحقیقاتي عملیاتو بوخته وه اورلګیدنه رامنځته شوې ده .
د اورلګیدنې لامل معلوم ندی. دفاع وزارت ویلي دي چې پدې پیښه کې ۱۴ تنه سرتیري د لوګي په پایله کې ژوند د لاسه ورکړی دی.