په هندي کشمیر کې د بس موټر د چپه کیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوې
په هندي کشمیر کې یو مساپر وړونکي بس موټر د چپه کیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده .
1227835
په هندي کشمیر کې په ټرافیکي پيښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کشمیر نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۳۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د سیمه ایزو رسنیو د له خبر له مخې پيښه د جمو کشمیر د کشتوار په سیمه کې رامنځته شوې ده .
ویل کیږي نوموړی مساپر وړونکی بس موټر د کشتوار په غرنیزه سیمه کې چپه شوې دی.
د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي او د کورنیو چارو وزیر امیت شاه د نوموړې پيښې په اړه خواشیني ښودلې او د پيښې د قربانیانو کورنیو ته يي تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
د ویلو ده چې تیره اونۍ هم په جمو کشمیر کې د زده کوونکو د بس موټر د چپه کیدو له امله ۱۱ تنو زده کوونکو ژوند د لاسه ورکړی وو او ۷ تنه نور ټپيان شوي وو.