ګوتریس د ایران سره اټومي تړون ته د دوام ورکولو غږ وکړ

د ملګروملتونو سازمان سرمنشي : د ایران اټومي تړون د سیمې د امنیت لپاره یو ډیر مهم فکټور دی

1226874
ګوتریس د ایران سره اټومي تړون ته د دوام ورکولو غږ وکړ

د ملګروملتونو سازمان سرمنشي  انتونیو ګوتریس  د جي شل سازمان په غړیو ۲۰۱۵ کال کې د ایران او ملګروملتونو د پنځو دایمې غړیو او جرمني  ترمنځه د لاسلیک شوي  اټومي تړون د ادارې  او په خلیج کې د روان کړکیچ د حل غږ وکړ.

ګوتریس  د جاپان د اوساکا په ښار کې جوړه شوې  د جي شل سازمان  د سرمشریزې په چوکاټ کې به خبري غونډه کې ګډون وکړ.

هغه د ایران سره د لاسلیک شوي اټومي تړون نه  په سیمه کې د اسقرار د مهم  فکتور په توګه یادونه وکړه  او وویل چې  ددې تړون محافظت  ډیر زیات اهمیت لري.

هغه په خلیج کې روان  کړکیچ ته په اشارې سره وویل چې  پدې سیمه کې  د هر دول  احتمالي  نښتو  او ستونزې د اږدولو نه باید ډډه وشي. هغه وویل چې  په خلیج کې  احتمالي جګړه  د جي شل  سازمان د هیوادونو  لپاره  یوه ډیره  ستره اندیښنه جوړه کړې ده .

همداشان  ګوتریس  د جي شل  سازمان په سرمشریزه کې ګدون کوونکو مشرانو ته په خطاب کې په لیکلي لیک کې د هغوې نه  د نړۍوال مالي امنیت د شبکې د قوي کولو  او د نړۍوال اقتصاد د مقامت ته لوړولو  په خاطر  د عادل استقرار په خاطر  د اصلاحاتو د ترسره کولو غږ وکړ. هغه وویل چې مونږ  باید  مساوي  ودې  هڅه وکړو.

د یادولو وړ ده چې  امریکا  ولسمشر دونالد ټرمپ  د ۲۰۱۸ کال د مې په میاشت کې د ایران سره د لاسلیک کړي  اټومي تړون نه  بهر شو.   

امریکا ددې تړون نه د وتو سره  پر ایران له سره  ډیر قوي  تحریمونه وضع کړل. دې مسئلې د تهران او واشنګټن ترمنځه  جدي ستونزو ته  لار اواره کړه. همداشان  د عمان په خلیج کې د تیلو په لیږدونکو  کښتیو برید او د ایران لخوا د امریکا د بې پیلوته الوتکې ویشتو  امریکا او ایران  په یو بل د برید نقطې ته  رارسولي وو.

امریکا  او ایران په متقابله توګه یو بل  ته  ګواښونه کوي.



اړوند خبرونه