ټرمپ : که ایران حکومت ته خپل ملت اهمیت ولري باید د واشنګټن سره توافق وکړي
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ وویل که چیرې د ایران حکومت خپلو خلکو او هیواد ته اهیمت ورکوي نو باید د واشنګټن سره نوی تفاهم وکړي.
ټرمپ دا څرګندونې د جي شل سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په خاطر جاپان ته د سفر نه مخکې په سپینه ماڼۍ کې وکړې.
ټرمپ د ایران په اړه د خپل دریځ او اوچت کړو ګامونو نه دفاع وکړه او وویل« ایران چې څه وغواړي هغه کولای شي، زمونږ لپاره کومه ستونزه شتون نلري. زمونږ وخت ډیر زیات دی. د ایران اقتصاد دم ګړۍ د افلاس په حالت کې قرار لري. هو دا ستونزه هر څه ژر حلیدلی شي. کیدای شي چې لس کاله دوام وکړي. »
ټرمپ وویل چې پر ایران يي ډیر قوي بندیزونه لګولي دي. هغه وویل ګمان نه کوم چې د ایران حکومت خپلو خلکو ته ډیر زیات اهمیت ورکړي، که چیرې حقیقت همدا وي پس دوې ډیر خود غرضه او احمقان دي.
د ویلو ده چې امریکا د ایران لخوا ددوې د ډرون الوتکې د ویشتو نه وروسته د نوموړي هیواد د دیني رهبر خامنه يي په ګډون په یو زیات شمیر مهمو پوځي قومندانانو او د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف باندې تحریمونه ولګول.
ایران د امریکا دا تحریمونه په کلکه توګه وغندل او وویل چې دا د امریکا لخوا د ډیپلوماسۍ د دروازو د تړولو په معنا دي.