په جرمني کې دوه جنګي الوتکې په هوا کې سره وجنګیدې

په جرمني کې  په هوا کې د دوو  جنګي الوتکو  د جنګیدو  په پیښه کې  د یوې الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړ.

1224579
په جرمني کې دوه جنګي الوتکې په هوا کې سره وجنګیدې

 

د جرمني  د دفاع وزیرې  اوسولا فون دې ایلین  خبریالانو ته وویل چې  پرون  ددوې دوه  ایرو فایټر جنګي الوتکې چې د تعلیمي الوتنو پر مهال په هوا کې سره  جنګیدلې وې  د یوې پیلوټ  ژوندی  او د بلې الوتکې پیلوټ بیا مړی  وموندل شو.

د جرمني د دفاع وزیرې  د پيښې له ځایه  لیدنه وکړه او دلته يي د مقاماتو نه  معلومات واخیستل.

هغې وویل چې  په هوا کې  نوموړې دوه الوتکې څه ډول او ولې  وجنګیدې په اړه  د هوايي امنیت  ادارو  تحقیقات دوام لري.

د ویلو ده چې  تیره ورځ  د جرمني په شمال ختیځ کې  د روستوک  د ښار په شاوخوا کې  د شټاین هوف  د هوايي ځواکونو  درې جنګي الوتکو  د تعلیمي الوتنو په موخه  الوتنه وکړه چې  دوه  الوتکې په هوا کې سره  وجنګیدې.



اړوند خبرونه