ټرمپ د هیواد نه د غیرې قانوني کدوالو د ویستو لړۍ دوه اونۍ وځنډوله
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د هیواد نه د غیرې قانوني کدوالو د ویستو لړۍ چې په پام کې وه نن پیل شي دوه اونۍ وځنډوله.
ټرمپ دا خبره د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې کړې ده .
ټرمپ د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د ډیموکراټ ګوند د غوښتنې په اساس د هیواد نه د غیرې قانوني کډوالو د ویستو لړۍ چې په پام کې وه نن پیل شي دوه اونۍ وځنډول شوه.
ټرمپ ویلي دي پدې موده کې به وګوري چې ډیموکراټانو او جمهوریت پلوي د امریکا د سویلي پولو د کډوالو او پدې اړه په قوانینو کې د تشې ستونزې ته د حل د مناسبې لارې په موندنې خبرې کوي او که نه.
که چیرې نوموړو په ګډه کومه حل لار پیدا نکړه د غیرې قانوني کډوالو د ویستو لړۍ به پيل شي.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د تیرې دوشنبې پر ورځ د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي وو چې په راتلوونکو دوو اونیو کې به د هیواد نه د میلیونونو تنو ناقانونه کډوالو د ویستو لړۍ پیل شي. هغه ویلي وو دا غیرې قانوني کډوال به پداسې چتکۍ له هیواد نه وباسي لکه څرنګه چې راغلي دي.
همداشان د واشنګټن پوست ورځپاڼې بیا پرون د یو خبر په خپرولو سره ویلي وو چې ولسمشر ټرمپ د امریکا د کډوالو او پولو محافظو ځواکونو ته د غیرې قانوني کډوالو د کورنیو د راټولو امر کړی دی.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.