د ایتوپیا  لوی درستیز جنرال سیاري میکونین  ووژل شو.

په ایتوپیا کې یوې ډلې وسله والو کسانو  په پلازمینه  ادیس ابابا  کې  د لوی  درستیز جنرال سیاري میکونین  د وژلو نه وروسته  د امهره  په ایالت کې  په کودتا لاس پورې کړ.

1223436
د ایتوپیا  لوی درستیز جنرال سیاري میکونین  ووژل شو.
abiy ahmed.jpg

 

د ایتوپیا لومړي وزیر ابي احمد وویل چې  یوې وسله والې ډلې   د  هیواد په شمال کې د امهره  په  ایالت کې د کودتا هڅه وکړه. هغه ویلي دي چې کودتاچیان ځپول شوي دي او د ښار کنټرول  د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.

د ایتوپیا  لومړي وزیر ابي احمد وویل چې  نوموړو وسله والو  د امهره ایالت د ځايي حکومت  د نسکورولو هڅه وکړه. همداشان  وسله والو  پدې ایالت کې یو زیات شمیر ځايي چارواکي په قتل رسولي دي.

لومړي وزیر وویل چې  نوموړو وسله والو  په لوی درستیز میکونین هم  خونړی برید کړی دی.

د ایتوپیا لومړي وزیر دا څرګندونې د هیواد په ملي تلویزیون کې هیوادوالو ته په خطاب کې په وینا کې وکړې.

هغه وویل چې  یوې وسله والې ډلې  د هیواد په شمال کې  د امهره په ایالت کې د کودتا هڅه وکړه. نوموړو وسله والو د هیواد په لوی درستیز سیاري میکونین هم  خونړی برید وکړ.

هغه  د لوی درستیز د روغتیايي حالت په اړه څه ونه ویل. د بله پلوه  د ایتوپیا ځايي رسنیو بیا  د لوی درستیز د وژل کیدو نه خبر ورکړ.

د ویلو ده  چې یوې ډلې  وسله والو پرون د ترکیې په وخت د ماښام د ۷ بجو په شاوخوا کې  د ایتوپیا په شمال کې د امهره  ایالت  په سیمه ایزو حکومت  کودتا وکړه. نوموړو وسله والو  د ښار  یو زیات شمیر سیمه ایز مقامات وژل او د سیمه ایزو حکومت د پرزولو هڅه يي وکړه. د کودتا د پيلیدو سره په ټوله ایټوپیا کې  د انټرنټ جریان  قطع شو.

د ایتوپیا  په پلازمینه آدیس آبابا کې د بولې نړۍوال هوايي دګر ته په غیځدولو لارو کې  امنیتي پوستې  جوړ شوې .

همداشان  د هیواد د پوځ  ټول  منسوبین  دندو ته راوبلل شول. پوځ  په امهره په ایالت کې  په کودتاچیانو مداخله وکړه  او د ۵ ساعتونو جګړه وروسته يي د ښار کنټرول په لاس کې ونیو.


پيوندونه: #کودتا , #ایتوپیا

اړوند خبرونه