په بورکینافاسو کې په ترهګریز برید کې لږ تر لږه ۱۷ تنه ووژل شو.
بورکینافاسو یو ځل بیا د ترهګریز برید شاهدي وکړه
د بورکینافاسو د دفاع وزیر شریف اس وای وویل چې ترهګرو یو ځل بیا د هیواد په شمال کې بیلي حدي په کلي ترهګری برید کړی چې په پایله کې ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د دفاع وزیر ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د برید کوونکو د نیولو په خاطر پراخه عملیات پیل کړي دي.
هغې د سیمې پر خلکو د اعتدال غږ وکړ.
د ویلو ده چې په نوموړي هیواد کې د اپریل د میاشتې راهیسې په ترسره شوو ترهګریزو بریدونو کې لږ تر لږه ۸۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او په سلګونو تنه نور د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
بورکینافاسو د ۲۰۱۵ کال راهیسې وخت نا وخته د ورته ترهګریزو پیښو شاهدي کوي.
په پيل کې یواځې د نوموړي هیواد په شمالي او سواحلي برخو کې بریدونه کیدل چې وروسته يي لمن د هیواد لویدیځ او مرکزي سیمو ته هم وغځیده.
د بورکینافاسو د ۱۳ زونونو نه په ۷ زونونو کې د ۲۰۱۹ میلادي کال د جنوري د لومړۍ نیټې نه راپدیخوا فوق العاده حالت اعلان شوی دی.