ټرمپ : اوسمهال د ایران سره توافق ته نه مونږ حاضر یو او نه هم پخپله ایران
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ وویل چې دم ګړۍ امریکا او ایران دواړه په خپلو منځونو کې روغې جوړې او یا هم تړون ته چمتو ندي.
ټرمپ دا څرګندونې ایران او امریکا ترمنځه د روان کړکیچ او ستونزو د حل په خاطر تهران ته د جاپان د لومړي وزیر شینزو ابې د سفر په اړه د ټولنیزې مډیا له لارې ارزونې وکړې.
ټرمپ د ایران د دیني مشر ایت الله علي خامنه يي سره د جاپان د لومړي وزیر ابې د لیدنې په اړه خوښي څرګنده کړه او وویل چې « زما په اند داسې احساس کوم چې دم ګړۍ د امریکا او ایران ترمنځه د توافق او تفاهم په اړه فکر کول د وخت نه مخکې خبره ده. نه هغوي او نه هم مونږ دې خبرې ته چمتووالی لرو. »
همداشان د ټرمپ ددې څرګندونو نه لنډه موده وروسته د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د عمان په خلیج کې د جاپان پر لورې په روانو د تیلو په دوو لویو کښتیو د برید پړه پر ایران واچوله.
پمپیو هم د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د ترلاسه شوو استخباراتي معلوماتو او پدې برید کې کارول شوو وسلو او مسلکي توب ته په کتو سره ددې برید یواځنی مسئول ایران دی.
د جابان د اقتصاد سوداګرۍ او صنایع وزیر هیروشیګ سیکو هم ویلي وو چې جاپان ته په روانو دوو لویو باروړونکی کښتیو د هرمز په تنګی کې برید شوی دی.
دا برید پداسې حال کې وشو چې د جاپان لومړی وزیر شینزو ابې په ایران کې د دیني مشر ایت الله علي خامنه يي سره په لیدنه بوخت وو.