امریکا متحده ایالتونو پر ایران  ډیر مهم  تور ولګو.

امریکا : د متحده عربي اماراتو په سواحلو کې په تجارتي کښتیو د برید ترشا د ایران لاس دی.

1211560
امریکا متحده ایالتونو پر ایران  ډیر مهم  تور ولګو.

 

امریکا ویلي دي داسې اسناد او شواهد يي موندلي دي چې  د مې په ۱۳ مه نيټه متحده عربي اماراتو د الفجیره  د بندر ترڅنګ  په ۴ تجارتي  کښتیو  د برید تر شا  د ایران  لاس  دی.

د امریکا د سپینې ماڼۍ  د ملي امنیت سلاکار جان بالتون  ویلي دي چې  موندلي اسناد او شواهد  به  د ملګروملتونو  د امنیت شورا ته  وړاندې کړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار بالتون دا څرګندونې  د منځني ختيځ او شمالي افریقا د هیوادونو لپاره په عربي ژبه نشرات کوونکي  د امریکا د الحره  د تلویزیوني کانال سره  په مرکه کې کړي دي.

هغه  پدې  پدې مرکه کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د مې په ۱۳ مه  د متحده عربي اماراتو په سواحلو کې  په تجارتي کښتیو  د برید تر شا د ایران  لاس  دی. پدې اړه يي کره اسناد او شواهد موندلي دي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا ته به يي  وروسپاري.

بالتون ویلي دي چې  د امریکا لخوا منځني ختیځ سیمې ته  په ډیرې چټکۍ سره  د پوځيانو او جنګي کښتیو  استول  د ایران  ددې ډول  کړنو په مقابل کې  ډیر مهم  اهمیت لري.

هغه ویلي دي چې  د ایران لخوا په سیمه کې د امریکا پر ماموریتونو برید به  ډیره ستره اشتباه وي. ځکه چې  دا ډول کړنې  او دریځ  د مذاکراتو د پیلولو سره  مرسته نکوي.

د یادولو وړ ده چې د روان میلادي کال د مې د میاشتې په ۱۳ مه نيټه د متحده عربي اماراتو په سواحلو کې  د الفجیره  د بندر ترڅنګ  د سعودي عربستان  په کښتیو برید شوی وو.

سره ددې چې د برید اصلي فاعلین تر اوسه پورې معلوم ندي خو  امریکا د برید پړه پر ایران  اچوي.

ایران  دا برید په کلکه توګه غندلی وو او هر څه ژر يي د اصلي فاعل د موندولو غوښتنه کړې وه.



اړوند خبرونه