په برازیل کې په یوې کلیسا وسله وال برید شوی دی.
د برازیل پولیسو ویلي دي چې په کلیسا برید کوونکی چې درې تنه په ډزو وژلي دي له خپو غورځولی دی.
1205824
پولیسو ویلي دي چې نوموړي برید کوونکي په کلیسا د برید نه مخکې په کور کې خپله خور د چړې د بریدونو سره د وژلو نه وروسته په کلیسا کې په عبادت بوختو کسانو ډزې کړې وې.
پولیسو ویلي دي چې په کلیسا د برید پر مهال نږدې شل تنه په عبادت بوخت ول چې درې تنو يي ژوند د لاسه ورکړی دی.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی روډسن ارګاو ګویماراس نومیږي او ۳۹ کاله عمر لري.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی د پولیسو لخوا سخت ټپي شوی دی چې اوسمهال په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.
د برید لامل تر اوسه پورې معلوم ندی خو برید کوونکی د بعضو ستونزو له امله د کلیسا لخوا شړل شوی وو.