د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوو غبرګونکو ماشومانو پلار شو.
د انګلستان د ډیلي میل او ټیلیګراف ورځپاڼو د خبر له مخې ۶۶ کلن ولسمشر ولادیمیر پوتین د مشهورې روسي جمناستیک لوبغاړې الینا نه د دوو غبرګوونکو ماشومانو پلار شو.
1206001
د ادعا له مخې الینا د روسیې په پلازمینه مسکو کې په یوې ډیرې لوکس او د سختو امنیتي تدابیرو لاندې په یو روغتون کې ماشومان زیږولي دي.
په اولمپیاتو کې د سرو زور د مډال خاونده الینا د اوږدې مودې راهیسې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یو ځای ده. پداسې حال کې چې د روسیې حکومت د نوموړې ادعا په اړه څه ندي ویلي خو الینا ته نږدې سرچینو هم دا ادعا رد کړې نده.
هغې ته نږدې سرچینو ویلي دي چې د مسئلې په اړه نه غواړي چې څه ووايي.
د بله پلوه یوې روسي ورځپاڼې چې پدې اړه خبر خپور کړی وو لنډه موده وروسته يي خبر له خپر سایټ نه لرې کړ.
د بله پلوه د روسیې استخباراتو ته نږدې روسي ورځپاڼه چلوونکي او څیړونکي سرګي کانیوف ویلي دي چې الینا د عملیات سره دوه ماشومان زیږولي دي.
ولسمشر ولادیمیر پوتین د الینا نه د دوو ماشومانو پلار شو .