اندونیزیا  یو تن فرانسوي وګړی  د نشه يي توکو د قاچاق په توګه  په اعدام  محکوم کړ.

د اندونیزیا حکومت د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوياو پدې برخه کې د مبارزې په خاطر ډیر سخت قوانین وضع کړي دي.

1205031
اندونیزیا  یو تن فرانسوي وګړی  د نشه يي توکو د قاچاق په توګه  په اعدام  محکوم کړ.

 

د جاګارتا پوست ورځپاڼې د خبر له مخې  ۳۵ کلن فرانسوي وګړی فیلیکس دورفین چې د تیر کال  د سپټمبر په میاشت کې  د لومبوک د ټاپو په هوايي ډګر کې د ۳ کیلوګرامه نشه يي توکو سره  نیول شوی وو د محکمې لخوا د اعدام په جزا محکوم کړی شو.

ویل کیږي  د فرانسوي وګړي په بکس کې  ۳ کیلوګرامه  نشه يي توکو موندل شوي وو چې د همدې امله د نشه يي توکو د قاچاق په تور ونیول شو.

تورن کس  د روان کال د جنوري په میاشت کې  د پولیسو په مرکز کې د څیړونو پر مهال  تیښتېدلی وو چې نږدې دوه اونۍ وروسته  د پولیسو لخوا بیرته ونیول شو.

د اندونیزیا حکومت د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوياو پدې برخه کې د مبارزې په خاطر ډیر سخت قوانین وضع کړي دي.

د اندونیزیا  قوانینو له مخې  د یو کس سره د پنځه ګرامو نه ډیرو د نشه يي توکو د نیول کیدو کیدای شي چې د مرګ په سزا محکوم شي.

همداشان  فرانسوي وګړی  چې د ۳ کیلوګرامه  نشه يي توکو سره  نیول شوی دی  د محکمې لخوا د مرګ په سزا محکوم کړی شو.

دا چې په فرانسوي وګړي به  د اعدام  سزا څه وخت تطبیقیږي پدې اړه څه ندي ویل شوي .



اړوند خبرونه