د امریکا په کانګرس کې د لومړي ځل لپاره روژه ماتي پروګرام جوړ شو

د امریکا په کانګرس کې مسلمانو وکیلانو  ددې هیواد د کانګرس په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره روژه ماتې پروګرام  جوړ کړ.

1205106
د امریکا په کانګرس کې د لومړي ځل لپاره روژه ماتي پروګرام جوړ شو

 

د امریکا په کانګرس کې د مینسوتا د ایالت استازې  الهان عمر، د انډیانا د ایالت استازي اندري کارسون او میشیګان د ایالت استازې  رشیده طیب  په کانګرس کې د روژه ماتي پروګرام  جوړ کړ.

د امریکا د کانګرس د مسلمانو وکیلانو   او ددې هیواد  د مسلمانو حقوقدانانو د ټولنې لخوا په ګډه جوړ شوی  دا  پروګرام  د امریکا په کانګرس د لومړني روژه ماټي د پروګرام په توګه په تاریخ کې ثبت شو.

پدې پروګرام کې  د امریکا د کانګرس د استازو سربیره  د ګانګرس یو زیات شمیر کارکوونکو هم  ګډون کړی وو.

په کانګرس کې د میشیګان د ایالت استازې رشیده طیب  د روژه ماتي نه مخکې  لنډه وینا وکړه. هغې وویل  چې نن ورځ یوه تاریخي  ورځ  ده چې ددې په اهمیت ځان پوه کول ډیر مهم  دی. دا پروګرام په اصل کې د یوې ټولنې چې د اوږدې مودې راهیسې د ورک  په څیر  د ښکاره کیدونکي  یوې ټولنې پاڅون  دی. له بده مرغه  نن ورځ د ډارو  او نفرت  د تشویق  په خاطر  په ډیره  ظالمانه توګه  تر هدف لاندې نیول کیږو. نن شپه عدالت، همغږي او همپزیري  ښکاره کوو.



اړوند خبرونه