ایران د عمان په سمندر کې د ۴ کښتیو د سبوتاژ د پيښې د روښانولو غوښتنه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي وویل چې  د متحده عربي اماراتو د اوبو ترڅنګ  د ۴ بیلابیلو هیوادونو  د کښتیو سبوتاژیدل  د اندیښنې وړ مسئله ده.

1200045
ایران د عمان په سمندر کې د ۴ کښتیو د سبوتاژ د پيښې د روښانولو غوښتنه وکړه

 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عمان په سمندر کې  د ۴ جلا جلا هیوادونو د تجاري کښتیو  سبوتاژیدل  د اندیښنې وړ مسئله بللې او ددې پيښې د هر څه ژر روښانولو  غوښتنه يي کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند عباس موسوي  د بیان په خپرولو سره  ویلي دي چې  دا پيښه  سمندري فعالیتونو او کښتیو پر امنیت  ډیرې  بدې او منفي اغیزې کوي. هغه ویلي دي چې  د سیمې د امنیت  د دښمنانانو  د بد نیت دسیسو او بهرنیو فکتورونو د ماجراجويي ګانو په مقابل کې باید  هر هیواد  هوښیار  او  ویښ  اوسي.

د یادولو وړ ده چې متحده عربي اماراتو  تیره ورځ اعلان وکړ چې ددوې په ختیځو سواحلو کې  الفجیره بندر نه نږدې  ۴  تجاري  کښتۍ  سبوتاژ شوې.

اماراتو وویل د سبوتاژ  پدې اقدام کې  ځاني زیان او هیڅډول مالي زیان ندی اوښتی. همداشان  پدې پیښه کې کښتیو ته هم  کوم زیان ندی رسیدلی.

اماراتو د نوموړې مسئلې په اړه د لا زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه وکړه.

د یادولو وړ ده  چې د متحده عربي اماراتو د الفجیره  بندر  د حرمز تنګۍ   په ۷۰ میلۍ کې  پروت  دی.



اړوند خبرونه