ناټو په لیبیا کې د روانو حالاتو په اړه اندیښنه وښوده
ناټو په لیبیا کې په جګړه کې په ښکیلو خواوو د روانې جګړې د ختمولو غږ وکړ
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د لیبیا لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي ګاسان سلاما سره په لیدنه کې په لیبیا کې په جګړه بوختو خواوو د نښتو د پایته رسولو او د ستونزې د حل په خاطر د سیاسي مذاکراتو د پیلولو غږ وکړ.
د ناټو سازمان لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې ستولتنبرګ پدې لیدنه کې د لیبیا لپاره د ملګروملتونو د استازي سره د لیبیا په امنتي حالاتو خبرې وکړې.
په بیان کې د ستولتنبرګ له قوله لیکل شوي دي چې په لیبیا کې د روانو امنیتي حالاتو او ستونزو په اړه ژوره اندیښنه لري او په جګړه کې په ښکیلو ټولو خواوو هر څه ژر د جګړې د ختمولو او سیاسي بهیر د پیل لوو غږ کوي.
ستولتنبرګ ویلي دي چې ناټو د لیبیا سره د امینتي سکتور د بیارغونې په برخه کې هره ډول مرستې ته چمتو دی. دا کار د لیبیا د حکومت د غوښتنې او په هغه هیواد کې د امنیتي حالاتو د یو اندازه ښه کیدو سره د امکان وړ دی.
په بیان کې راغلي دي چې د ناټو مشر او د لیبیا لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې په لیبیا کې روانه ستونزه د جګړې له لارې د حل وړ نده. ټوله نړۍ پدې همفکره دي.