امریکا متحده ایالتونو ایران ته ښکاره ګواښ وکړ.
امریکا ویلي چې ایران ته د ځواب ورکولو پوره چمتوالی لري
امریکا ویلي دي چې ایران ته ښکاره پیغام ورکولو په خاطر خپله د جنګي الوتکو انتقالوونکې ( یو اس اس ابراهام لینکولن جنګي کښتۍ ) منځني ختيځ ته استوي.
دا خبره د امریکا متحده ایالتونو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولتون وکړه.
جان بولتون په خپور کړي یو بیان کې ویلي دي چې « د اندیښنې وړ بعضو ستونزو او خبرداریو په مقابل کې ایران ته د ښکاره پيغام ورکولو په خاطر امریکا د جنګي الوتکو انتقالوونکي ( یو اس اس ابراهام لینکولن جنګي کښتۍ ) منځني ختيځ ته استوي.
د ایران لخوا د امریکا او یا د امریکا د متحدینو پر خلاف د هر ډول ګام اوچتیدو او برید کولو په صورت کې به امریکا ډیر سخت ځواب ووايي. امریکا ایران ته د ښکاره پيغام ورکولو په خاطر سیمې ته خپل تر ټولو پرمختللې د جنګي الوتکو انتقالوونکې جنګي بیړۍ استوي .»
جان بولتون ویلي دي چې امریکا د ایران سره د جګړې نیت نلري خو د ایران لخوا هر ډول برید ته د ډیر سخت ځواب ورکولو لپاره پوره چمتوالی لري.