د نوي زیلاند لومړۍ وزیري جسیندا آرډرن د خپل ملګري کلارک ګایفورډ سره ګوژده وکړه.
د نوي زیلاند لومړۍ وزیره ګوژده شوه
د یادولو وړ ده چې لومړۍ وزیرې آرډرن د ۲۰۱۳ کال راهیسې د کلارک ګایفورډ سره خپل ژوند شریک کړی وو چې د هغه نه یوه لور هم لري.
د نوي زیلاند دولتي راډیو د لومړي وزیر د دفتر د معلوماتو له مخې ویلي دي چې لومړۍ وزیرې جسیندا آرډرن د پاسکالیا د اختر په رخصتیو کې د خپل ملګري او ژوند شریک کلارک ګایفورد سره ګوژده وکړه.
نوموړو په رسمي توګه د واده کولو په خاطر لومړنی ګام اوچت کړ. په خبر کې راغلي دي چې لومړۍ وزیرې آرډرن د خپلې کوژدې خبر په رسمي توګه نده خپور کړی خو د کوژدې د خبر د خپریدو نه وروسته ورته د مبارکۍ پیغامونه پیل شوي دي.
د نوي زیلاند د ستر مخالف ګوند مشر سیمون بریجس د ټولنیزې مډیا له لارې لومړۍ وزیرې آرډرن ته د ګوژدې له امله د مبارکۍ پيغام خپور کړی دی.
هغه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د خپل ځان او ناتالیا په استازیتوب لومړۍ وزیرې او ښاغلي کلارک ته د ګوژدې له امله مبارکي وایم.
د ویلو ده چې د نوي زیلاند لومړۍ وزیره جسیندا آرډرن د پاکستان د لومړۍ وزیرې بینظیر بهتو نه وروسته د نړۍ دویمه ښځینه لومړۍ وزیره ده چې لومړۍ وزیرۍ د دندې پر مهال يي ماشوم وزیږو.
د نوي زیلاند لومړۍ وزیرې د ملګروملتونو په ۷۳ یم عمومي اجلاس کې هم د خپل درې میاشتنې ماشوم سره ګډون کړی وو.
د نوي زیلاند لومړۍ وزیرې آرډرن په نوموړي هیواد کې په دوو جوماتونو د وسله وال برید نه وروسته چې له امله يي ۵۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ او تر ۵۰ تنو ډیر ټپیان شول د مسلمانانو سره د ښودلي غمشریکۍ او خواخوږۍ سره د ټولې نړۍ په زړونو کې د ځان لپاره ځانګړی ځای جوړ کړ.