د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.
ټرمپ د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ناسمو او غیراخلاقي خبرونو په خپرولو تورنه کړه.
د ویلو ده چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د متحده ایالتونو دونالد ټرمپ او د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یو کاریکاتور خپور کړی وو چې پکې نتنیاهو د یو لارښود سپي په څیر ټرمپ ته رهنمايي کوي . ټرمپ د نوموړي کاریکاتور له امله د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر خلاف سخت غبرګون وښود. ټرمپ په غبرګون کې وویل چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د نوموړي کاریکاتور د خپرولو له امله له دینه بښنه نده غوښتې.
هغه د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ژورنالیزم په برخه کې تر ټولو د ټیټې سویې ورځپاڼې په توګه یاده کړه.
ټرمپ ویلي دي چې ورځپاڼې د نوموړي کاریکاتور په اړه چې نتنیاهو ته يي د لارښود سپي سره شباهت ورکړی وو بښنه غوښتې ده. خو د درواغو ، غیرې اخلاقي او ناسمو خبرونو خپرولو په اړه دده نه بښنه نده غوښتې. ټرمپ ویلي دي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ژورنالیزم په برخه کې تر ټولو ټیټې سویې ته راښکته شوې ده .
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د تیرې پنجشنبې په ورځ یو کاریکاتور خپور کړی وو چې پکې د اسراییلو لومړی وزیر د لارښود سپي په څیر چې د ټرمپ ته لار ښايي تصویر کړی وو. نوموړي کاریکاتور په ټولنیزه مډیا کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر خلاف سخت غبرګونونه پارولي وو.
د ټولنیزې مډیا ډیری فعالینو د نوموړي کاریکاتور نه د انتي سیمیتیک په توګه یادونه کړې ده .
نیویارک ټایمز د سختو غبرګونو نه وروسته د تیرې خالي په ورځ د خپور کړي کاریکاتور له امله د بښنې غوښتنه وکړه.